امنیت

يو پخوانى جهادي قوماندان ترورشو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
يو پخوانى جهادي قوماندان تيره شپه دبلخ ولايت دشولګرې ولسوالۍ په قزل کين کلي کې له يو سرتيري سره شهيد شو.
دشولګرې ولسوالۍ دسيمه ييزو پوليسو قوماندان محمد عمر باختر آژانس ته وويل :يو تن پخوانى جهادي قوماندان او د قزل کين دکلي مشر محمد ابراهيم د طالبانو په کمين کې له خپل يو سرتيري سره ترور شو .
خبرځاى زياته کړه: قوماندان ابراهيم چې کلونه کلونه يې دالله (ج) په لاره کې جهاد کړى و او په دې وروستيو وختو کې دسيمه ييزو پوليسو غړيتوب يې هم درلود او دغه راز ددغه کلي مشر هم و چې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره شهيد شو .
ويل کيږي دقضيې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته