اقتصاد

په روان کال کې دهرات په کليو او بانډو کې ګټې اخستنې ته ديوسلو څلويښتو پرمختيايي پروژو وړاندې کول .

-کابل باختر د وږي ديرشمه :
دهرات ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست چارواکي  په روان کال کې په کليوالي  سيمو کې ديوسلو څلويښتو عمراني  پروژو دبشپړيدو خبر ورکوي .
اقا محمد صديقي په هغه خبري کنفرانس کې چې دولايت دمقام دمطبوعاتو په مرکز کې جوړ شوي و وويل چې دهرات ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست  دولسي تړون دملي پروګرامونو ، اوبو لګولو او اوبو رسولو ، دکليوالي لارو جوړولو  ، دکليوالي صنايعو دپرمختيا  ، ساحوي انسجام او دکليو او بانډو  په کچه ددايمي انرژى د پروګرامونو په باب فعاليت کوي .
اقا محمد صديقي دولسي تړون دپروګرام دبيانولو په ترڅ کې وويل دولسي تړون پروګرام په څلورو کلونوکې په سلګونوکلي  ترپوښښ لاندې نيسي .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس دکليوالي صنايعو په برخه کې دښځو او نجونو فعاليت ديادونې وړ وباله او ويې ويل چې دهرات ولايت په اړوندو ولسواليو کې يو زيات شمير ښځې او نجونې ددغو پروګرامونو ترپوښښ لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته