امنیت

درې داعشیان په ننګرهارکې ونیول شول

کابل / د غويي ۲۲ / باختر
د ملي امنیت ځواکونوپه ننګرهارکې د ٣ داعشیانو د نیولو خبرورکړ.
دغه داعشیان تېره شپه د جلال آباد ښار په روداتو ولسوالیوکې په دوو جلاجلا عملیاتوکې نيول شوي دي.
دغه ۲ تنه داعشیان د هدفمندو ترورونو د شبکې غړی او بل یې د بندیانو د ساتلواو ټپیانوته د رسیدګي مسوول دی.
د ملي امنیت صفر ۲ قطعې د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې دغه داعشیان په ننګرهارکې په ډاراچوونکوفعالیتونوبوخت وو چې وپېژندل شول او ونیول شول.
د داعش بل غړی چې د بندیانو د ساتنې او ټپیانو ته د رسېدګي مسوول بلل شوی و، دغه راز په چپرهار ولسوالۍ کې د ملي پولیسو په یوه قرارګاه د وروستۍ مرګانۍ برید اصلي عامل بلل شوی دی، هغه پېښه چې د ٨ پوځیانو د شهادت سبب شو.
داعشیانوپه دې اړه څه نه دي ویلي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته