کابل / د کب ۱۵ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیر خواه د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ هلمند ته په سفر کې د مجاهدینو سرښندنې وستایلې.
د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره په دغه سفر کې د اسلامي امارت ویاند او د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتيق الله عزيزي او د ځوانانو چارو معین ملا فيض الله تمیم هم ملتیا کوي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د دغه سفر په ترڅ کې له ملکي او نظامي مسوولینو سره په کتنه کې د مجاهدینو سرښندنې ستایلي او پر بېلابېلو نورو موضوعاتو یې هم خبرې کړې دي.
نوموړي له ځوانانو او هلمندي ولسونو غوښتنه وکړه چې د تاریخي آثارو په ساتنه کې له اطلاعاتو او فرنګ وزارت سره همکاري وکړي.
ن/ر