امنیت

طالبانو يوه ډاکتره شهيده کړه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
وسله والو طالبآنو تېره شپه په غزني ولايت کې يوه ډاکتره په ډزو سره شهيده کړه.
د غزني ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر د باختر آژانس خبريال ته وويل: ډاکتره بلقيس چې له زياتې مودې را په دې خوا له ميړه سره يې د ناروغانو په درملنې بوخته وه؛ وسله والو طالبانو دې د غزني ښارته څېرمه د په منګور کلي کې د هغې د څلورو بچيانو په وړاندې په دزو سره شهيده کړه.
ډاکتره بلقيس په داسې حال کې د وسله والو طالبانو له خوا شهيده شوې ده چې د دغې ساحې اوسيدونکي د ښځينه ډاکترانو د نشتوالي له پلوه له جدي روغتيايي ستونزو سره مخامخ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته