کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
وسله والو مخالفانو نن له غرمې وروسته په بغلان کې دتيلو يوټانکر ته اور واچاوه .
ددوشي ولسوال صاحب داد غفوري باختراژانس ته وويل چې وسله والو مخالفانو دغه ټانکر ته ددغه ولايت ددوشي ولسوالۍ دکيله ګي په تګک ساحه کې اور واچاوه .
داپه داسې حال کې ده چې طالبانو درې ورځې مخکې هم دبغلان ددوشي ولسوالۍ دسنګ سوراخ په ګولايي ساحه کې يوه ټانکر ته اور واچاوه .
ختم_ ف _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ