سیاست

دمبارکي پيغامونه .

کابل باختر د کب نهه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني او دجمهوري رياست دمرستيالانو ، اجراييه  رييس ډاکتر عبدالله عبدالله او داجراييه  رياست  دمرستيالانو ، دقضايي او عدلي بنسټونو  دمشرتابه هيئتونو ، دملي شورا ددواړمجلسونو درييسانو او غړو ، دکابينې دغړو او دافغانستان د ټولوخلکو په نامه د ١٣٩٤ هجري لمريز کال  درارسيدو په مناسبت باختر اژانس  ته دمبارکي پيغامونه رارسيدلي دي .
په دغو پيغامونوکې ويل شوي دي  زموږ خلک  نوي کال په داسې حال کې پيلوي چې په هيواد کې دسولې او امنيت دټينګښت  او دجګړې او ورور وژنې دبندولو  لپاره له هيلو ډکې هلې ځلې  دوام لري او دخلکو په باور سولې او ارامي ته درسيدو په نسبت دغو هلوځلو  زور  اخستي دي .
په  پيغامونوکې دسولې داعاده کولو او ددولت له وسله والو مخالفينو سره دخبرو  لپاره  دزمينې دبرابرولو  په لاره کې  دافغانستان   د اسلامي جمهوريت دمشرتابه دهڅواو هاند يادونه هم شوې ده .  او څرګنده شوې ده چې جمهور رييس  محمد اشرف غني په هيواد کې دسولې داعاده کولو  په خاطر يو شمير هيوادونو ته چې کولاى شي له مخالفينو سره دخبرو زمينه برابره کړي يولړ سفرونه کړي دي . او دغه راز په دې لاره کې  خپلو هڅو ته دوام  ورکوي او دغو هڅو  په نوي کال کې په هيواد کې خلک  لازيات په پخلاينې او سولې  ته هيله  من کړي دي .
په دغو پيغامونوکې په مستقل ډول دسولې او امنيت په تامينولو او ساتنه کې دافغان امنيتي ځواکونو رول ته هم اشاره شوې ده او ويل شوي دي چې ددغو ځواکونو سرښندنې  او ځان تيريدنې  يې هيڅکله  زموږ خلک  نه هيروي  ځکه هغوي ثابته  کړه چې په مستقل  ډول  دجګړه مارانو او ډار اچوونکو په وړاندې ورسيږي او هغوى ته دفعاليتونو مجال نه ورکوي .
په پيغامونوکې دغه راز ويل  شوي دي چې په نوي کال کې دخلکو او هيواد دامنيت دساتنې لپاره دامنيتي ځواکونو دهڅو او هاند کچه لوړيږي او سره له دې چې ددوى په وړاندې به زيات چلنجچونه  او خنډونه پراته وي خو څرنګه چې  دافغانستان خلک ددوى په تر څنګ او ملاتړ کې دي دغه راز نوي کال به زموږ دامنيتي ځواکونو لپاره  دبرياليتوب  کال وي .
دغه راز  په پيغامونوکې ويل شوي دي سره له دې چې دهيواد په ځينو سيموکې اورښتونه  او دسيلاونو راوتل دسردزيانونواو دزياتو مالي تاوانونوسبب  شوي دي اوزموږ خلک يې غمجن  کړل خو دغو اورښتونو په هيواد کې د وچکالي  له امله انديښنې کمې کړې اوزموږ خلک  په تيره بيا بزګرانو  او بڼوالو ته يې په راروان کال کې دښو حاصلاتو زيرى ورکړ .
په دغو پيغامونوکې دفساد پر وړاندې په پرله پسې  او جدي مبارزې  په دولتي ادارو کې دهر راز ناخوالو دټغر  په راټولولو او دغه راز د نشه يي توکو ، دکرکيلې ، توليد او ترافيکو پرخلاف او دبشر دحقوقو دتامينولو او دنابرابريو پرخلاف  په مبارزې  باندې  ټينګار  شوى دى او دهيواد  دبيا جوړولو ، دهيواد داقتصاد دودې  او دخلکو دژوندانه دکچې دلوړولو لپاره دجدي هڅو ژمنه شوې ده او نوي کال دهيواد دځوانانو اوماشومانولپاره دښه تعليمي او تحصيلي کال هيله شوې ده
دغه پيغامونه داطلاعاتو اوفرهنګ ،دښار جوړولو دچارو، عامې روغتيا  فوايد عامې  ، سوداګرۍ او صنايعو دمهاجرينو دراستنولو دچارو او دکار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو  دوزارتونو  او دلوى څارنوالۍ دمشرتابه  هيئتونو ، دجمهور رييس  دسلاکار  محمد شاکر کارګر  ، په کابل کې دايران دسفارت ، دکابل  دطبي پوهنتون داستادانو دټولنې ، د احصاييې دمرکزي  ادارې ،دملالي دولادي او نسايي او دابن سينا عاجل روغتونونو ، داندراګاندي  د ماشوم دروغتيا  دانستيتوت  ، مرکزي  پولي کلينيک  دعامې  روغتيا وزارت دروغتيايي قوانينو دتطبيق دڅيړنې درياست ،دکابل دطبي پوهنتون ،  دکسبګرو  دملي اتحاديې ، دافغانستان دترکمنانو د سراسري اتحاديې ، دبار وړونکو او ترانسپورتي شرکتونو د اتحاديې ،  دژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې ، دميوند بانک دمشرتابه هيئت  ، دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو دمشرتابه هيئت ،  دالکوزي دنړيوالو شرکتونو، دکابل  دولايتي شورا ، دافغان بيسيم  دمخابراتي  شرکت ، دافغانستان  دنړيوال بانک ، دانتاني روغتون  ، علي سينا او درمان دخصوصي روغتونونو  ،  دامر خيل قوم دسراسري شورا ، دافغانستان د ډاکترانو او روغتيايي  کارکوونکو دسراسري اتحاديې او په ختيځ زون کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو دجنرالانو ، افسرانو اوسرتيرو له خوا رارسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته