امنیت

پنځه سوه انګلسي عسکر کورونو ته ستنيږي .

کابل باختر  د ثور اتمه

  دبريتانيي   ددفاع وزير اعلام وکړ ددغه هيواد پنځه سوه تنه عسکر ډير ژر  له افغانستان څخه خپل هيواد ته ستنيږي .

 دبريتانيي  ددفاع وزير فيليپ  هاموند ددغه هيواد په پارلمان کې دخپلو څرګندونوپه   پاى کې ويلي دي افغان ځواکونه په کافي اندازي سره ځواکمن شوي اوکولاي شي  دپنځه سوو  تنو انګليسي پوځيانو دوتلو له پلوه رامنځته شوي  تشه ډکه کړي .

  ده څرګنده کړه په تيرو  شپږو مياشت کې انګليسي عسکرو په هلمند ولايت کې  ٣٦ امنيتي پوستي افغان امنيتي  ځواکونو ته سپارلي دي  او ډير ژر ددوو سترو اډو مسووليت افغان ځواکونو ته سپارل کيږي .

 دانګلستان ددفاع وزير يوځل بيا دغه خبري تکرار کړي  چې له افغانستان څخه ددغه هيواد عسکر په پړاويز ډول  ووځي  او تر ٢٠١٤ م کال پورې به عملي شي .

  دبريتانيي ددفاع وزير وويل دهغو سيمو حالت چې انګليسي عسکرو پکي شتون درلود دتيروخت په نسبت زيات بدلون لري اومثبته پرمختيايې کړي ده چې د ٢٠٠٢ م کال په نسبت زيات توپير لري .

 دبريتانيي  ددولت دغه مقام وويل دپنځه سوه عسکرو له وتلو سره جوخت دوه سوه تنه نور انګليسي عسکر  په هلمند ولايت کې له ياغيانو سره دجګړي له لومړۍ کرښي څخه را ايستل  کيږي .

 انګلستان له امريکا وروسته  څه ناڅه دلسوزرو عسکرو په لرلو سره په افغانستان کې ستر پوځي کميت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته