امنیت

دپکتيا درې تنه امنيتي مامورين د ماين دچاودنې له امله ټپيان شول

کابل باختر  د چنګاښ ٢٤ :
په پکتيا ولايت کې د ماين دچاودنې له امله  دعامه نظم دپوليسو درې تنه سرتيري ټپيان شول.
دغه پيښه نن له غرمې وروسته په يوه بجه دګرديزښار په لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې ددغو مامورينو دسپرلۍ  موټر په واټ کې په ښخ کړاى شوى ماين وخوت. دپکتياولايت امنيه قوماندان جنرال زلمي اورياخيل باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې د پوليسو درې تنه سرتيري ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې دګرديزښار دمرکزې روغتون ډاکترانو د دوو تنو ټپي سرتيرو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان د دغې پيښې مسوول طالبان وبلل او ويې ويل چې پوليسو د دغې پيښې د عاملينو د نيولو هڅې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته