امنیت

په بالابلوک ولسوالۍ کې نښته دوام لري .

کابل باختر د غبرګولي څلورمه :
دملي دفاع وزارت ويندوى وايي په هغې جګړه کې چې نن دوسله والو مخالفينو او دملي اردو دځواکونو ترمنځ دفراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې ونښته دښمن ته دسردروند زيان اوښتى دى .
  دباختراژانس دخبر له مخې،  دغه جګړه  نن سهار دفراه ولايت  دبالابلوک ولسوالۍ  دګراني کلي په مربوطاتو کې ونښته او تراوسه پورې  دوام لري .
دملي دفاع وزارت  ويندوى دغه نښته تاييد کړى او ويلي يې دي چې دملي اردو ځواکونوپه دښمن ځپنده ګوزارونه کړي دي خو تراوسه پورې ددښمن دسردزيان دقيق شمير معلوم نه دى .
دملي دفاع وزارت دويندوى دڅرګندونو له مخې، په دې نښته کې دملي اردو يومنسوب شهيد شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته