امنیت

په نورستان کې نوې نښتې

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
د افغانستان په ختيځ نورستان ولايت کې بيا نښتې پيل شوې دي.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار د نورستان ولايت د وانت وايګل او کامديش ولسواليو په ځينو سيمو او پارون ښارکې ونښتې.
لومړۍ جګړه په کامديش ولسوالۍ په هغه ځاى کې ونښته چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د موقعيت په لرلو سره تل د وسله والو طالبانو د بريدونو ډګر دى .
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې جګړه کې د دريو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه جګړه د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان د طالبانو له بريد وروسته ونښته .
ديوبل خبرله مخې:
څلور تنه وسله وال طالبان د نورستان ولايت په برګ مټال ولسوالې کې ووژل شول. په دغو طالبانو نن سهار کله چې په خپلو تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ د پوځيانو له خوا ډزې وشوې.
د افغانستان په ختيځ د پوليسو يو جګپوړى قوماندان وايي چې په دې جګړه کې پوځيانو او ملکې وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې اووه تنه وسله وال طالبان د نورستان ولايت مرکز پارون ښارته څېرمه له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
په دغو طالبانو نن له غرمې مخکې کله چې د جنګي وسايلو په ليږدونې بوخت وو؛ د پوځيانو له خوا ډزې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته