امنیت

دبغلان ولايت دتاله اوبرفک ولسوالۍ په پاتې برخو دپوځيانو د پرمختګ دوام

کابل باختر دکب  ديارلسمه :
پوځيانو وکولى شول دبغلان ولايت دتاله او برفک ولسوالۍ   ځينې ساحې چې له لاسه ورکړې وې  له طالبانو څخه بيرته  ونيولې .
درارسيدلو خبرونو له مخې : پوځپانو په خپلو نويو برياليتوبونواو له سختو جګړو وروسته دبرفک سيمه په بشپړه توګه له طالبانو څخه نيولې ده او دپرمختګ په حال کې دي .
دبغلان ولايت تاله اوبرفک ولسوالۍ دوه ورځې مخکې دطالبانو لاس ته ورغله .
  پوځيانو دطالبانو له خوا ددغې ولسوالۍ دسقوط په بهير کې  ددغې ولسوالۍ دازادولو لپاره پوځي عمليات پيل کړي دي
دغه عمليات دکوماندو دځواکونو په مشرۍ  پرمخ ځي .
دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم دباختراژانس خبريال ته وويل چې  پوځيانو په پاى کې له سختو جګړو وروسته وکولى شول دتاله اوبرفک ولسوالۍ ساحې له طالبانو څخه بيرته ونيسي .
دسليم دڅرګندونوله مخې : ددغې ولسوالۍ دتاله په لور دځواکونو پرمختګ  دوام لري .  .
ويل کيږي په دغو جګړو کې وسله والو طالبانو ته درانده زيانونه اوښتي دي خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
له بلې خوا هم دطالبانو له خوا ماين ښخونې ، دسړکونوکيندل او دپلونو  ويجاړول او دخلکو په کورونوکې دسنګرونو نيول دپوځيانو دډب سبب شوى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته