بغداد ايرنا باختر دمرغومي دمياشتې ٢٧ :
دبغداد دعملياتو قوماندان دعراق دپايتخت بغدادپه شمال کې په عملياتو کې دداعش دډلې ديوه جګپوړي قوماندان په ګډون ددغې ډلې د ٣٣ تنو عناصرو دوژل کيدو خبر ورکړ.
دقرطاس نيوز دخبري سايت دخبرله مخې : دبغداد په شمال کې دالنباعي او الحلابسه دسيمو دپاکولو په بهېرکې دوولس بمونه شنډ او اوولس کورونه هم پاک شوې دي او دتروريستانو شپږ موټرونه ويجاړ شوي دي .
دعراق اردو په څو وروستيو مياشتو کې په دې بريالى شوى دى چې دوګړنيو داوطلبو ځواکونو ، قومي مشرانو او دکردانو په مرسته يولړ برياليتوبونه ترلاسه کړي او ځينې ښارونه دتروريستانوله شتون څخه پاک کړي .
دداعش ډلې په سوريه او عراق کې زړه بوږنونکي جنايتونه کړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ