امنیت

يوه ډله وسله وال طالبان له دولت سره يوځاى شوه .

– کابل باختر دمرغومي اوولسمه

  دوسله والو طالبانو  يو مشهور قوماندان له خپلو اتو تنوافرادو سره يې  په هرات  ولايت کې پرون  دسولې له بهير سره يوځاى شو .

 دغه قوماندان ارباب ملک نوميږي او دهرات دوالي ډاکتر داود شاه صبا ددغه ولايت دامنيه قوماندان  مل پاسوال سيد اقاثاقب  او دنورو مقاماتو په وړاندې  له خپلو اتو تنو افرادو سره دهرات ولايت دچشت شريف په ولسوالۍ کې دسولې له بهير سره يوځاى شو .

 دهرات ولايت امنيه قوماندان  دباختر داطلاعاتي اژانس خبريال ته وويل دغوکسانو خپلې نهه ميله وسلې هم ددغه ولايت پوليسو ته وسپارلي .

 دروان کال له پيل څخه تراوسه پوري څه ناڅه څلور سوه تنه وسله وال طالبان  په هرات ولايت کې  دسولې له بهير سره يوځاى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته