کابل باختر د وږي نهه ويشتمه :
دوه تنه وسله وال طالبان په بادغيس ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړه تيره شپه په ابکمري ولسوالۍ کې په څو امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته ونښته .
دبادغيس ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته خبر ورکړ چې په دې جګړه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل يرغلګر دسردزيان له زغملو وروسته تيښتې ته اړ شول، ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ