کابل باختر د چنګاښ شپږمه
يو ديارلس کلن هلک پرون په کونړو لايت کې دپاکستاني ځواکونو له خوا دتوغول شوي توغندي دلګيدو له امله شهيد شو .
دشمشاد د ٢٠٢ دساحوي زون د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ دغه هلک دکونړ ولايت په ناړي ولسوالۍ له پولي اخوا دتوغول شويو توغنديو دلګيدو له امله شهيد شوي دي .
دغه پيښه په داسي حال کې رامنځته کيږي چې پرون دکونړ ولايت يو زيات شمير اوسيدونکو دمظاهرو په کولو سره په دغه ولايت د پاکستان دتوغنديو دتوغولو په وړاندې خپله کرکه څرګنده کړه .
ديوبل خبر له مخې دکاپيسا ولايت دنجراب ولسوالۍپه مربوطاتو کې پرون ديو ماين دچاودنې له امله يو سيمه ئيز پوليس ټپي شو .