کابل / د سلواغې ۲۷ مه / باختر
د کونړ د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې د اسمار، غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو ترمنځ د غځیدلي سړک د پاکولو او جغل اچونې چارې اتیا سلنه بشپړې شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو چارو او ملي دفاع وزارتونو په ګډه همکارۍ د اسمار، غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو ترمنځ د ۴۵ کیلو متره سړک د پاکولو او جغل اچونې چارې اتیا سلنه بشپړې شوې چې د مسوولینو په وینا د خلکو ډېرې ستونزې ورسره حل شوې دي.
د کونړ د ټولګټو چارو ریاست چارواکي وايي چې د یاد سړک له بشپړېدو وروسته به د مرکز اسعد اباد او چپې درې ولسوالۍ ترمنځ غځیدلي سړک د رغونې چارې هم پیل کړي.
ن/ز