امنیت

دوه سوه تنه پوليسان فارغ شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٥
د ميدان وردګو ولايت د امنيې قوماندانۍ نن ٢٠٠ تنه ملي او سيمه ييز پوليسان فارغ شول.
باختر آژانس ته د ميدان وردګو ولايت د امنيه قوماندان د څرګندونو له مخې: ددغو ٢٠٠ تنو له جملې څخه ٧٠ تنه ملي پوليس او نوريې سيمه ييز پوليس دي چې په دغه مرکزکې د څلورو اوونيو په بهيرکې له مسلکي او پوځي زده کړو وروسته فارغ شول.
د پوليسو د دغو افسرانو د فراغت په غونډه کې د ميدان وردګو والي د ملي امنيت رييس او يو شمېر پوځي مقاماتو ګډون کړى و چې د خپلو خبرو په بهيرکې يې له فارغانو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او هغوى يې د هېواد د رښتينو مدافعانوپه توګه وبلل او زياته يې کړه: همدغه امنيتي ځواکونه دي چې د خپلو سرونو په قربانولو سره خلکو ته امنيت تامينوي.
د ميدان وردګو ولايت د عالمانو شورا رييس عزيز الرحمن صديقي د اسلام له نظره د پوليسو دنده ارزښتناکه وبلله او ويې ويل: د خلکو د امنيت د تامينولو لپاره يوه ورځې پِهره او دنده د الله (ج) ستر اجر لري او تاسې د دولت استازي ياست او په ښه سلوک سره خپلو خلکو ته اعتبارلرئ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته