امنیت

په ننګرهارکې د طالبانو د چاودنو طرحې ناکامې شوې

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
په ننګرهار ولايت کې نن د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه  ناکامه شوه .
پوليس وايي: شپږ ماينونه چې دپچير او اګام ، کامې او دخوږياڼيو دولسواليو او د جلال آباد ښار په ځينو سيموکې ښخ کړى شوي و؛ کشف اوشنډ کړي دي .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته وويل: طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره په ملکي وګړو  يولړ خونړۍ چاودنې ترسره کړي؛ خو بريالي نه شول .
ويل کيږي چې دغه ماينونه دکامې، خوږياڼيو، پچير اګام او د اچين ولسواليو  په ګن ميشتو سيمو او لاروکې ښخ کړى شوي و چې د سيمې د خلکو په همکارۍ  کشف او شنډ کړى شول.
تر اوسه پورې د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.  خوسيمه ئيز مسوولين وسله وال طالبان ددغو ناکاموتروريستي پيښو عامل بولي.
طالبان په افغانستان کې زياتره په ګڼ ميشتو لاروکې د بمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته