فرهنګ

د رسانه يي شکايتونو او سرغړونودڅيړنې دکميسيون ابلاغيه!

کابل باختر دليندي څوارلسمه :
د رسانه يي شکايتونو او سرغړونودڅيړنې دکميسيون ابلاغيه!
درسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې کميسيون په خپله غونډه کې د هيوادوالو د را رسيدلو شکايتونو له  څيړنې وروسته د هغوافرادوغير مسوولانه او مغرضانه څرګندونې چې د (شهرناپرسان) په پروګرام کې درې ځلې د ژوندون ټلويزيون له لارې او دغه راز د ژور ليدنې پروګرام چې په همدې اوونۍ کې خپور شو؛ وغندل اوڅرګنده يې کړل چې دغه شان نفاق اچوونګي څرګندونې دافغانستان د ورونو قومونو دملي يو والى دکمزورې کولو او د هيواد دښمنانو ته د خدمت کولو په مقصد ترسره شوې دي. کميسيون ټينګار وکړ چې ددغه شان مرکو او مغرضانه څرګندونو مسوول، په لومړۍ درجه کې ټلويزيونونه دي چې د اطلاع رسولو د ټولو معيارونو پرخلاف د قومونو او اشخاصو په حق کې د سپکاوى او ګستاخى فرصت برابروي.
کميسيون  ټولو رسنيو ته ابلاغوي چې ددغه شان افرادو د مرکو اوخبرو له خپرولو څخه ډډه وکړي او که نه تر جدي قانوني موخذې لاندې به ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته