قلات باخترم د تلې ۲۳ مه
د زابل ولایت د ارغنداب،شهرصفا او میزانې ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
ځايي امنیتي مسوولین وايي چې دغه وسله وال طالبان د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د افغان ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
د زابل د امنیې قوماندان محمد مصطفی مایار د باختر اژانس سیمه ېيز خبریال ته وویل چې په یادو نښتو کې افغان ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ