امنیت

د سترې محکمې دروازې ته څېرمه چاودنه وشوه

کابل باختر  دغبرګولي ٢١ :
دکابل يو امنيتي مقام وايي: داسې نښې نښانې شته هغه  چاودنه چې څو شيبې مخکې دکابل ښار د نهمې ناحيې په ساحه کې وشوه؛ د ځانمرګي بريد زيږنده ده.
دغه امنيتي مقام چي نه  غواړي نوم يې واخيستل شي؛ باخترآژانس ته وويل: چاودنه هغو وسايطوته څيرمه چې د سترې محکمې مامورين ليږدوي؛ رامنځته شوې ده  .
چاودنه ټيک هغه وخت وشوه چې د سترې محکمې مامورينو دکار له سيمې دوتلو او هغو وسايطو ته د ختلوپه  حال کې وو چې مامورين يې ليږدول.
معلومه نه ده چې په دې پيښه کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د مرکز د روغتونونو رييس داکترسيدکبير اميري  وايي چې ددغې پيښې پنځلس تنه ټپيان د وزيرمحمداکبرخان روغتون ته او يو ټپي ماشوم د اندراګاندي دماشوم د روغتيا روغتون ته ليږدول شوي دي. ځينو خبرحايونو په دې پيښه کې د دريو تنو وژل  کيدل تائيدکړى دى.  
له بله پلوه، دکابل  د ساحوي زون د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس جنرال محمدظاهر باخترآژانس ته وويل چې چاودنه د يو موټر بم په واسطه شوې ده چې زموږ يو زيات شمېر هيوادوال ددغې پيښې له امله شهيدان او ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته