امنیت

شپږشپيته تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٦ :
دهېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو پرون ديولړ عملياتوپه بهيرکې ٦٦ تنه ډار اچوونکي ووژل .                                                                                                    
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې چې د هوايي اوتوپچي ځواکونوپه ملاتړ دننګرهار ، لغمان ،پکتيا ، پکتيکا ،غزني ،ميدان وردګو ، قندهار ،روزګان ، زابل  ، غور، بادغيس ، هرات  ، فراه ، فارياب ، بغلان ، کندز  او دهلمند دولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول  دننګرهار ولايت  په پچيراوآګام ولسوالۍ کې  ديرش  تنه داعشيان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول او دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديارلس تنه 
ياغي طالبان ووژل شول او يوتن بل يې ټپي شو.
دغه راز دميدان وردګو ولايت  دنرخ او سيدآباد ولسواليو په مربوطاتو کې نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز دغزني  ولايت د ده يک او دمقر دولسواليو په مربوطاتو کې پنځه تنه ياغيان ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز دملي اردو او دملي پوليسو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې چې دفراه ولايت  دګلستان ولسوالۍ اودلغمان ولايت  په قرغيو ولسواليو کې  ترسره شول  اته تنه طالبان ووژل شول ، يو تن ټپي   او داتو تنو مشهورو کسانو په ګډون  يوولس تنه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته