سیاست

کابینې د ټاکنود قانون طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه

کابل باختر د وږي  دويمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په پيل کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال او د ټاکنو قانون د ارزونې او تدقیق دکمېټې رئیس غونډه کې د ټاکنو قانون طرحه مطرحه کړه.
هغه وویل، دا طرحه د کابینې د  ۳۰/۵/۱۳۹۵ نیټې (۱۰) نمبر غونډې له لارښوونې سره سم ګمارل شوې کمېټې د کابینې د غړو نظریاتو، وړانديزونو او بین المللي نورمونو ته په پام بیاځلي وکتله، چې د کابینې د غړو اصلاحي نظریاتو ته په پام د کابینې غونډې ته د تائید لپاره وړاندې کېږي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د یاد قانون د موادو په اړه له مفصل بحث او نظر ورکولو وروسته د ولسي جرګې ټاکنو لپاره ټاکنیزو حوزو کې پر یوې څوکۍ د ټینګار تر څنګ د ټاکنو قانون طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه، د جمهوري ریاست دویم مرستیال یې موظف کړ تر څو یاد قانون په غونډه کې د شویو یادونو او وړاندیزونو سره سم، تصحیح او بشپړه کړي.
ورپسې د عدالیى وزیر د مظنونینو او تورنو د استراداد او په حبس محکوم شویو د لېږد مقررې طرحه غونډې ته مطرحه کړه.
هغه وویل، یاده طرحه چې په (۳) فصلونواو (۱۱) مادو کې له بهرنیو دولتونو سره د همکاري په موخه او د تورنو، محکومینو او مظنونینو د استرداد په برخه کې د دوه اړخیزو حقوقي او حسنه مناسباتو د ټينګښت، د خارجي اتباعو د محبوسینو د انتقال او استرداد، د افغاني اتباعو د بالمثل عمل د مطالبې، د بهرنیو دولتونو او افغانستان ترمنځ د تروریستي جرمونو او ملي امنیت ضد جرمونو سره د ګډې اغیزناکې مبارزې او همغږۍ رامنځته کولو په برخه کې د اسانتیا، د محکوم شویو خارجي تورنو او مظنونو اتباعو د تسلیمولو او د لېږد طریقه کې د اسانتیا په خاطر ترتیب او د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د ۵/۱۲/۱۳۹۴نیټې غونډې (۴۱) نمبر غونډې له تائید وروسته د قوانینو کمېټې یو ځل بیا د کابینې د تصمیم نیولو لپاره چمتو کړې ده.
کابینې د تورنو او مظنونینو د استرداد او په حبس محکوم شویو انتقال د مقررې طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه، د عدلیې وزیر او د ملي امنیت سلاکار یې موظف کړل چې یاده مقرره د غونډې له یادونو سره سمه تصحیح او بشپړه کړي.
ورپسې د عدلیې وزیر له خطر سره مخ روغتیايي کارکوونکو د امتیازاتو مقررې په پنځمو او شپږمو مادو کې د زیاتونو طرحه د هیمودیالیزم او انتاني څانګه چې ساري ناروغیو او ناروغانو سره مستقیم تماس لري او د هغوی مسلکي او فني کارکوونکي خطر سره مخ وي په دغه مقرره کې د مندرجو امتیازاتو څخه د برخمنېدو په منظور، همدارنګه د مالي امتیاز په یاده مقرره کې مندرج د ځینو وزارتونو او ادارو د مالي امتیاز په ورکړه کې د تقاعد حقوقو سنجولو کې د مشکل رفع کول او نور امتیازات او حقوق چمتو او ترتیب شوي  چې غونډه کې يې مطرحه کړل.
  د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې له خطر سره مخ روغتیايي کارکوونکو د امتیازاتو مقررې په پنځمو او شپږمو مادو کې د زیاتونې طرحه په پرنسیپ کې تصویب کړه او د عدلیې وزیر یې موظف کړ چې یاده طرحه د مالیې،عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو سره په تفاهم د غونډې د یادونو سره سمه تصحیح او بشپړه کړي.
ورپسې د مالیې وزیر د مخابراتو وزارت، د افغانستان د برېښنا شرکت، د احصايي مرکزي ادارې انکشافي بودجه او د چارو ادارې عمومي ریاست انکشافي او عادي بودجه کې د تمویلونکو هېوادونو او موسسو (۷۴۲۴۵۰۳۸۳) اوه سوه دوه څلوېښت میلیون او څلور سوه او پنځوس زره درې سوه او درې اتیا افغانۍ مرستې د زیاتوالي پر بنا د هغه وزارت پيشنهاد د ۱۳۹۵مالي کال ملي بودجه کې په افزودي شکل غونډه کې مطرح کړ چې له هر اړخیز بحث وروسته تائيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته