کابل باختر دکب شپږ ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دبلخ ولايت دکشنده ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال په بغلان ولايت کې ونيول شو .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر يوه مسوول احمدجاويد بشارت دباختراژانس خبريال ته وويل دطالبانو دډلې له خوا دبلخ ولايت دکشنده ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال مولوي ناصر تيره شپه دپوليسو له خوا دخنجانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې کابل ته دتښتيدو په وخت کې وپيژندل شو او ونيول شو .
ويل کيږي مولوى ناصر دتروريستي بريدونو دسازمان ورکولو په موخه کابل ته ننوته خو له نيکه مرغه دپوليسو له خوا ونيول شو .
1 د یوې دقیقې څخه لږ