نړۍ

په دارفور کې د دولتي ځواکونو اوياغيانو ترمنځ نښته

دارفور- باختر آژانس د وږي ١٩
دسوډان دولتي ځواکونو ددغه هيواد په لويديځ کې د دارفور په سيمه کې پر وسله والو ياغيانو بريد وکړ
دسوډان پوځيان وايي چې ددغه بريد په بهير کې يې دعدالت اومساوات په ډلې پورې اړوند په لسګونو تنه ياغيان ددغه هيواد په غرنۍ سيمه کې وژلي دي،  خو وسله وال ياغيان هم وايي چې لس تنه پوځي ځواکونو يې چې په سيمه کې يې پردوى هوايي بريد کړى و، وژلي دي.
دسوډان دولت اعلام کړى دى چې په تېرو دريو ورځوکې يې په ياغيانو بريد سره د دوى سل تنه يې وژلي دي. دغه راز ياغيان دخپلو زياتو دشمېرله اعلامولو پرته وايي چې په دې سيمه کې يې پوځي ځواکونو ته دپرمختګ اجازه نه ده ورکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته