سیاست

اعلاميه

 کابل باختر دزمري نولسمه :
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا اعلاميه !
  لکه څنګه چې خبر ياست، د سعودي عربستان د سفارت سرپرست ميشاري الحربي په کابل کې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان د وسله والو مخالفانو عملونه وغندل او د قطر په دولت يې له دغو ډلو سره د سياسي او پوځي  ملاتړ تور لګولى دى چې دغه دريځ يې د قدردانۍ وړ دى.
عربستان د اسلام د مرکز او د داسې هېواد په توګه چې حرمين شريفين پکې موقعيت لري او د نړۍ د مسلمانانو قبله ده. د اسلامي هېوادونو د درناوي وړ دى، سعودي عربستان د بيت الله شريف حاجيانو او عمره کوونکو ته صادقانه خدمتونه کوي او د حرمين شريفين د ساتنې او پراختيا لپاره په بشپړ جديت سره هڅه او هاند کوي او تل د حرمين او د هغه د زيارت کوونکو په خدمت کې دى.
تروريستان او د افغانستان دښمنان په غير اسلامي عملونو او د مسلمانو او بېګناه خلکو په وژنې سره په بې رحمانه بريدونولاس پورې کوي او آن په جوماتونوکې په لمونځ کوونکو بريدونه کوي او د مسلمانانو په يو مخيزې وژنې لاس پورې کوي چې وروستى وحشت يې د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په ميرزا اولنګ کلي کې زموږ د پنځوسو تنو مسلمانو هېوادوالو وژل  دي چې هيڅ راز اسلامي او انساني توجيه  نه لري، يوازې د مسلمانانو ترمنځ د ويرې او وحشت د پيداکولو لپاره دى. تروريستان د کوم خاص هېواد او قوم دښمنان نه دي، اسلامي او انساني ارزښتونو ته هيڅ راز درناوي نه لري. لکه څنګه چې په حرمين شريفين چې د اسلامي نړۍ ډير مقدس ځاى دى، د بريد نيت وکړ او بې حرمتي يې وکړه. له دې امله ټول اسلامي هېوادونه دې بايد د هغو په وړاندې ګډ دريځ غوره کړي او په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونوکې د جګړې او وينې توييدو د بندولو او د دايمي سولې او امنيت د تامينولو په لاره کې يو بل ته لاسونه ورکړي او د مسلمانانو اوسني کړاوونه او مصيبتونه پاى ته ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته