امنیت

ګډ عمليات ترسره شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٦
په جوزجان ولايت کې تيره شپه دافغان امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني دباختر آژانس خبريال ته وويل :دغه ګډ عمليات دجوزجان ولايت دآقچې ولسوالۍ په خاناقا عربي کلي کې ترسره شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې :په دغو عملياتو کې د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات هم  دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته