سیاست

حامدکرزي : دخلکو له ملاتړ پرته دبرياليتوبونو ترلاسه کول ناشونې و .

کابل باختر د ثور  يوويشتمه :

دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي نن دفارياب ولايت داندخوى ولسوالۍ له يوشمير مشرانو اوسپين ږيرو سره وکتل .

دپخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې لومړي څو تنو دنورو  په استازيتوب خبرې وکړې  .  او په تيرو ديارلسو کلونوکې په هيوادکې دسولې او ټيکاو دتامينولو لپاره دحامدکرزي دنه ستړې کيدونکو هلوځلو په قدردانى سره وويل چې موږ په تيرو ديارلسو کلونوکې په هيواد کې دپوهنې اوبيا رغونې  په ګډون په بيلابيلو برخو کې دزياتو پرمختګونو شاهدان و دغه پرمختګونه اوبرياليتوبونه دستاينې  وړ دي .

وروسته حامدکرزي حاضرينو ته په خطاب کې وويل  دافغانستان خلک و چې ددغو ټولو پرمختګونو  لپاره يې زمينه برابره کړه اوله خپل حکومت سره اوږه په اوږه يې دخپل  هيواد دښې راتلوونکې  لپاره ګام واخيست او زيات زحمتونه يې وګالل دخلکو له همکاري او ملاتړ پرته دغه ټول برياليتوبونه  ناشونې و .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته