سیاست

د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د راډيويي نوبتي وينا:

 

ګرانو  هيوادوالو درنو خويندو او وروڼو! اسلام عليکم  روحمته الله برکاته .  په همدې اوونۍ کې د ټول هيواد دکوچنيانو لپاره دپوليو يا دکوچنيانو دګوزڼ ياهم فلج  په وړاندې دواکسين دتطبيق نوى مرحله پيل شوه.

دا مرحله ما په خپله  پيل کړه اوکوچنيانو ته مې  دپوليو واکسين ورکړ .

 ګرانو هيوادوالو !

که څه هم ما د پوليو يا دکوچنيانو دګوزڼ  اويا دفلج د ناروغى  په باب او د واکسين  داهميت او ضرورت  په باب څو څو ځله مخکې هم ستاسو درنو هيوادوالو سره خبرې کړې دى، خوڅنګه چې دا واکسين ترپنځه کلني  پورې زموږ کوچنيانو ته حياتي ارزښت لري، نوځکه يوځل بيا په تکرار په همدې موضوع خبرې کوم .

 خويندو او  وروڼو  !

  کوچنيان تر پنځه کلني پورې دکوچينوالي د دورې  ځينې ځانګړې ناروغى لري چې که واکسين  نه شي په دغو ناروغيو اخته کيږي، خو ښه خبره داده  چې دغه ناروغي ټولې علاج لري او مخنيوي لري. يعنې د واکسينونو په  ذريعه  مخنيوي کيږي او زموږ کوچنيان د واکسينونونو دتطبيق له لارې له دغو ناروغيو ژغورلاى شو. دکوچنوالي د دورې په ناروغي کې تر ټولو خطرناکه ناروغى پوليو يا دفلج ناروغى ده، که دکوچني مور او پلار اودکورنۍ مشران تر پنځه کلني پورې خپل هر ماشوم ته دپوليو واکسين تطبيق نه کړي، دګوزڼ  يا فلج په ناروغى به  خداى ناکرده اخته شي  چې عواقب يې خطرناک دى. يعنې د اچې پوليوکوچنيان معيوبوي، له پښو يې  اچوي او بيا د ژوند تر پايه  له دې معيوبيته رنځ وړي  .

 درنوکورنيو درنوميندو او پلرونو! دپوليو د واکسين دتطبيق په ورځوکې هر څومره ضروري کار هم چې ولرئ،دخپل کوچني دژوند او سلامتيا په خاطر کوچني ته د واکسين دتطبيق کارکوونکو ته بوځئ او دپوليو واکسين ورته تطبيق کړئ، که مو له خپله هڅې سره سره بيا هم ونه کولاى شول چې پر ټاکلې ورځ  خپل کوچني ته واکسين  تطبيق کړئ،  په دې صورت کې بې وقفې او ډير ژر په دا بله ورځ خپل کوچني نږدې کلينيک ته ورولئ او دپوليو د واکسين څا څکې  به ورکوئ .

مانا داچې دکوچني لپاره دپوليو د واکسين تطبيق به کله هم نه هيروئ او حتمي به يې په ياد ساتئ .

 درنو هيوادوالو! زموږ دهيواد دټولو سيمو دعلماو، دمساجدو له امامانو، سپين ږيرو،  قومي مشرانو او دهرې سيمې دمعلمانو او پوهو کسانو څخه چې په جامعه کې نقش لري اوخلک يې خبره اوري، غواړم چې دپوليو د واکسين دتطبيق په چاروکې سيمو اوکليو ته له ورغلو  صحي کارکوونکو سره مرسته وکړي اوکورني وهڅوي او تشويق يې کړي چې خپلو ماشومانو ته دپوليو دواکسين تطبيق وکړي. دلته يوځل بيا پر ټولو طالبانو غږ کوم په وطن کې او ټول هغه کسان چې مخالفت  کوي غږ  کوم  چې  په کليو او وطنوکي دپوليو دواکسين دتطبيق مخنيوي مه کوئ، ځکه دهر ډول واکسين تطبيق مخنيوي دهيواد دبچيانو ژوند او صحت او آينده له جدي اوحياتي خطرونو سره مخامخ کوي،دا د دې بچيانود آينده ژوندانه او دترقي او دارامش اوخوشحالى سره  دښمني ده.

  نوعزيزانو د وطن مشرانو ، علماو ددين د واکسينونو دتطبيق  تشويق وکړي اوبيا هم په طالبان غږ کوم چې د واکسينونو دکوچنيانو د صحي ژوندانه سره مخالفت پريږدئ! کوچنيانو ته دپوليو  او نورو واکسينونو تطبيق زموږ دټولو مسووليت دى. راځئ  چې ټول افغانان هرچېرې  چې يو  دخپلو کوچنيانود اينده ښه صحت لپاره اوښه ژوندانه لپاره د واکسينونونو تشويش وکړو او تطبيق يې کړو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته