کابل باختردليندۍ دمياشتې١١نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې صافۍ په مشرۍ نن د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې کميسيون غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې غونډه کې د شپږ موردو رسانه يي شکايتونو او سرغړونو په اړوند چې د يوشمېر بنسټونو له خوا په ليکلي ډول د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې کميسيون ته ليږل شوي و، خبرې وشوې او د شکايتونو له څيړنې وروسته لازمې پريکړې وشوې.
پاىج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ