کابل باختردغبرګولي د مياشتې ٦ :
په لسګونو تنه وسله وال طالبان په بلخ ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه او نن سهار د چمتال ولسوالۍ په ځينو سيمو کې بريد وشو.
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر جنرال عبدالرزاق د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو پوځي عملياتوکې د وسله والو طالبانو د ډلې د څو تنو قوماندانانو په ګډون ٤٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.
ده په دغو جګړوکې د يو پوليس شهادت هم تائيد کړ.
د بلخ ولايت د پوليسو دغه مقام وايي چې په دغو پوځي عملياتوکې پوځيانو بريالي شول چې څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک او دغه راز يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه کړي.
0 1 دقیقه لوستل