امنیت

٦٣ تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو سيموکې ووژل شول .

کابل باختر د تلې لومړي : دهېواد په بيلابيلو سيموکې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې درې شپيته ډار اچوونکي ووژل شول . دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .په تيرو څليرويشتو ساعتو کې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې داوو تنو داعشيانو په ګډون درې شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول اويوپنځوس تنه نور ټپيان شول . دننګرهار ، لغمان ، کاپيسا ، پکتيا ، ميدان وردګو ، غزني ، قندهار ، روزګان ، زابل ، بادغيس ، فراه ، فارياب ، جوزجان ، بلخ ، نيمروز او دهلمند ولايتونه ددغو عملياتو ډګر و . دغه راز دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې څوارلس پلان شوي چاڼيز عمليات او پنځلس خاص عمليات دهېواد په دولسو ولايتونوکې ترسره شوي دي . او هوايي ځواکونو دملي اردو دځواکونوپه ملاتړ يوسلو اتلس هوايي الوتنې ترسره کړې دي او ددښمن په ځالو ځپنده کوزارونه شوي دي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته