کابل باختر د زمري شپږمه :
دپروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې تيره شپه دوسله والو طالبانو له خوا دنيازي ښوونځي ودانۍ ته اور واچول شو .
دپروان ولايت دپوهنې رييس زلمي شهيد ددغه خبر په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ښوونځي ټول وسايل ميزونه څوکۍ، دروازې او کړکۍ سوځيدلي دي .
دبګرام ولسوالۍ امينه قوماندان سمونوال محمد معصوم وايي چې پوليسو ددغې پيښې په اړوند دښوونځي دوه تنه څوکيداران نيولي دي .
تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ