سیاست

دکابينې عدلي اوقضايي کميټې دعدلي اوقضايي اصلاحاتو ملي پروګرام تائيدکړ

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د دولت دکابينې  عدلي اوقضايي کميټې  نن له غرمې وروسته   د جمهوري رياست ددويم مرستيال  اوددغې کميټې درئيس  قانونپوه سرور دانش په  مشرۍ   غونډه وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر و رکړ:
په دې غونډه کې له اجندا سره سم   دغونډې دغړو له خو ا دعدلي اوقضايي اصلاحاتو دملي پروګرام دمسودي په باب خبرې او څيړنې وشوې.
دعدلي اوقضايي اصلاحاتو دملي پروګرام موخه دا ده چې دافغانستان  دملي  وحدت  حکومت په عدلي اوقضايي نظام کې اصلاحاتو ته په خپل  کاري لومړيتوب کې ځاى ورکړي اوپه دې  لاره کې دې هغه  ژمنې چې  دعدلي او قضايي سکتورداصلاح په باب يې  دافغانستان په باره کې دنړيوالو  کنفرانسونو    له لارې له نړيوالو شريکانو او له نړيوالې ټولنې سره کړې دي ، عملي کړي.
د جمهوررئيس مرستيال قانونپوه سرور دانش د  حکومتوالۍ  په ټولو برخو   کې اصلاحات دملي وحدت دحکومت په ستراتيژۍ کې  يو بنسټيز ضرورت  او اساسي عنصر وباله او ټينګار يې وکړ  چې قوانين او عدلي اوقضايي بنسټونه  هم  له دغې قاعدې څخه بهر نه دي  او ددغو بنسټونو د جوړولو موخه دنظم  
برابرول او په  خپل وخت اوپه برابره توګه  په حقوقو برلاسى  اودعدالت تامينول دي .
ددغې مسودې په باب داړوندو  ارګانونو دمسوولينو  دبيلابيلو نظريو له دقيقې څيړنې وروسته ، دعدلي اوقضايي اصلاحاتو دملي پروګرام ملي طرحه  دکميټې له خوا تائيد شوه اوپريکړه وشوه چې په اصلي متن کې دکميټې دغړو دپيشنهادي اصلاحاتو له وارديدو وروسته دې ، دغه طرحه  دوروستي تائيد په موخه  دملي وحدت دحکومت کابينې ته وړاندې شي.
دغه رازپه دې غونډه کې   دپوځي الوتکو اوهليکوپټرونو او هم په کورنيو او بهرنيو خصوصي شرکتونو پورې داړوندو  کوچنيو الوتکودمديريت دتنظيم په باب  ځيني قانوني نيمګړتياوې وڅيړلې شوې . د جمهوررئيس مرستيال په دې برخه کې  ديوې قانوني مقررې تنظيم ضروري وباله   چې په پاى کې   ددغې مقررې  تسويد  دعدليې ، بهرنيو چارو او ددفاع  دوزارتونو او دملي امنيت دشورا په ګډون  يوې ګډې کميټې ته وسپارل شي.
دغه رازپه دې غونډه کې  دجګړې په ډګرونو  کې دمړو په  راټولولو اودهغوى دليږدونې او تدفين  په څرنګوالي پورې داړونده طرزالعمل دمسودې په باب  خبرې وشوې   چې په پاى کې دغه مسوده په مقررې بدله شوه  او دقانوني  بهير ددوام لپاره دعدليې وزارت ته وسپارله شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته