امنیت

څلور تنه تروريستان په قندهار کې ونيول شول .

کابل باختر د وري يوويشتمه :
څلور تنه تروريستان  پرون  دملي امنيت دځواکونو له خوا  په قندهار ولايت کې ونيول شول .
دقندهار ولايت  دملي امنيت درياست يوه خبرځاى دباختر اژانس خبريال ته وويل دغه کسان دملي امنيت دځواکونو په ځانګړو عملياتو کې هغه وخت ونيول شول چې دقندهار ښار په مربوطاتو کې  دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو په پلان جوړولو بوخت وو .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ، نيول شوي کسان دهلمند ، زابل او دقندهار دولايتونو اصلي اوسيدونکي  دي چې اوس تر پوښتنې او تحقيق لاندې دي .
نيول شويو کسانو دتحقيقاتو په بهير کې  دتروريستي او ورانکارو بريدونو د ترسره کولو دوسايطو ضد ماينونو دځاى پرځاى کولو او دملکي مامورينو دترور په باب په خپل جرمونو اعتراف کړى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته