امنیت

وسله والو طالبانو په جوزجان کې دوه ويشت زره تنه زده کوونکي له زده کړې څخه بې برخې کړي دي .

کابل باختر د ليندي  ديارلسمه :
وسله والو طالبانو دجوزجان ولايت په دوو ولسواليو کې درې شپيته ښوونځي تړلي دي .
دجوزجان ولايت  دپوهنې رييس عبدالحي يشين باختراژانس ته وويل چې همدا اوس يو ويشت ښوونځي دقوشتېپې  په ولسوالۍکې  او دوه څلويښت ښوونځي د درز اب په ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو له خوا تړل شوي او په دغو ولسواليو کې  دوه ويشت  زره تنه زده کوونکي  له زده کړې څخه بې برخې شوې دي .
دجوزجان والي لطف الله عزيزي ددغه خبر په تاييدولو سره وايي چې وسله وال طالبان ددغه ولايت په اړوندو ولسواليو کې  دزده کوونکو دښوونې او روزنې مخه نيسي خو حکومتي چارواکي  ددغو ښوونځيو دبيا پرانستلو  لپاره هڅه او هاند کوي  او په ډير لنډ ممکن وخت کې به په دغو ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل شي .
ويل کيږي چې دجوزجان ولايت په کچه څه دپاسه څلور سوه  ښوونځي شته چې په هغو کې دنجونو اوهلکانو په ګډون  څه ناڅه  دوه سوه زره تنه په زده کړې بوخت دي .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته