ورزش

د پوهنې د استقلال ټيم دهرات دفوټبال په سياليوکې اتل شو

کابل باختر دليندي شپاړلسمه : دهرات دفوټبال دغوره ليک سيالۍ دپوهنې د استقلال ټيم په اتلوالى سره پاى ته ورسيدې . دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باخترآژانس ته وويل: ددغوسياليو په وروستۍ لوبوکې چې پرون ترسره شوې؛ دپوهنې داستقلال ټيم په نهه ويشتو امتيازو سره لومړى، د بيګ بير ټيم له اته ويشتو امتيازونوسره دويم او د ابو مسلم ټيم له پنځه ويشتو امتيازونوسره دريم مقامونه وګټل . دپوهنې داستقلال لوبغاړى توريالي حکيمي دلسو ګولونو په وهلو سره د د ګول ښاغلى وپيژندل شو. ددغو سياليو د اخلاقو کپ دکهسان ټيم ته ورکړ شو . دغه سيالۍ د اتو غوره ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې وې. ديوبل خبر له مخې: دهرات دفوتسال د دويم لاس سيالۍ د عمرخيام دټيم په اتلوالى سره پاى ته ورسيدې . دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضياباخترآژانس ته وويل: ددغو سياليو په وروستۍ لوبه کې چې پرون مازيګر پاى ته ورسيده؛ دعمر خيام ټيم په يوه لوبه کې د صفر په مقابل کې په شپږو سره د نوايي ټيم ته ماتې ورکړه او ددغو سياليو اتل شو . دغه راز د نوايي او پيروزي ټيمونو دويم او دريم مقامونه وګټل او د اخلاقو کلپ هم دنهصت دفوتسال ټيم ته ورکړ شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته