فرهنګ

حامدکرزي دکعبي شريفي دجامي يوه ټوټه دعبدالرحمن جامع جومات ته ورکړه .

کابل باختردوږي دمياشتې ١٧ :

 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دکعبي شريفي دجامي يوه ټوټه  دحاجي عبدالرحمن جومات ته ورکړه .

  دهيواد دجمهور رييس  پرون  له غرمي مخکې په هغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، دکعبي دجامي دغه ټوټه چې دحرمين الشريفين دخادم او دسعودي عربستان دباچا ملک عبدالله بن عبدالعزيز له خوا سعودي عربستان ته دده دوروستي سفر په بهير کې ده ته  ورکړل شوي وه ، دحاجي عبدالرحمن دجومات امام اوخطيب  مولوي  عبدالسلام عابد ته وسپاره .

  جمهور رييس دحاجي عبدالرحمن دجومات له ملا امام او ناظمينوڅخه وغوښتل چې ددغې متبرکې ټوټي ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي .

 ديادونې وړ ده چې دهيواد جمهور رييس دمقدسه  اماکنو سوغاتونه او دکعبي شريفي دجامې ټوټي دخادم الحرمين الشريفين اودسعودي عربستان دباچا ملک عبدالله بن عبدالعزيز آل سعود له خوا عربستان ته د حامدکرزي دسفرپه بهير کې ده ته  دسوعات په ډول ورکړ شوي و ، دقندهار ولايت دمبارکي خرقي ، دمزارشريف مبارکي روضي ، دهرات جامع جومات، دپل خشتي جامع جومات ، جلال اباد دنجم المدارس او دشاه دوشمشيره زيارت ته  ورکړل او هغه يي دمراسمو په ترڅ کې  ددغو جوماتونو او زياتونوخطيبانو ، امامانو او متوليانو ته ورکړي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته