امنیت

په هرات کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د يوه سړي خلاصون

-کابل باختر د  وږي   اتلسمه :
دهرات ولايت د انجيل ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پوليس د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د يوه سړي په ژغورنې بريالي شول .
  د انجيل ولسوالۍ د ادران د کلي اوسيدونکي غلام رسول دهمدې کلي يو بل اوسيدونکى عبدالعزيز درې شپې او ورځې په خپل کورکې بندي کړي وو او له ده څخه يې ٢٠٠ زره افغانۍ غوښتې وې چې د دغې قوماندانۍ پرسونل د قضيې په  باب د خبر له ترلاسه کولو وروسته په اقدام لاس پورې کړ او دتښتول شوي سړي په ژغورنې بريالي شول.
تورن نيول شوى او د زياتو تحقيقاتو لپاره تر څارنې لاندې دى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د ګذرې ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ پوليسو دوه تنه دغلا په تور ونيول.
په دغو کسانو چې د ګذرې ولسوالۍ اوسيدونکي دي؛ تور لګول شوى دى چې څو ورځې مخکې يې يوشمېر څاروي د استوګنې له يوه کور څخه غلاکړي و.
نيول شوي کسان د زياتو تحقيقاتو لپاره تر څارنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته