امنیت

وسله وال طالبان په نيش ولسوالۍ کې دخلکو کورونو ته ننوتل او درې ويشت تنه يې په ډزو سره ووژل .

کابل باختر دليندى ديارلسمه :
دقندهار ولايت  سيمه ئيز مقامات وايي چې وسله وال طالبان   ددغه ولايت په نيش ولسوالۍ کې  دخلکو  کورونو ته ننوتل او ددغو کورونو په اوسيدونکو يې ډزې وکړې .
  دقندهار ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني  دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله وال طالبان دخلکو داستوګنې کورونو ته  ننوتل او په هغوى  په ډزو سره يې  درې ويشت تنه ملکي وګړي شهيدان کړل .
  دراني وويل  چې په وژل شويو کسانو کې  ښځې او ماشومان هم شامل دي .
  دده دڅرګندونوله مخې  ،  دطالبانو دغه بريد  په نيش ولسوالۍ کې  دهېواد دامنيتي ځواکونو  له عملياتو سره جوخت  ترسره شوې دي .
  دراني زياته کړه چې  ياغي طالبانو  له څو استقامتونو څخه  په نيش ولسوالۍ کې  په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې دامنيتي ځواکونو  له غبرګون سره مخامخ شول  او ددواړو لورو ترمنځ جګړې  څو ورځې دوام وکړ .
  ويل کيږي چې  دامنيتي ځواکونو  او طالبانو ترمنځ  نښتو کې  تراوسه پورې  اووه ديرش  وسله وال طالبان وژل شوي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته