روغتیا

د پوليو يوه پيښه په بدخشان کې تثبيته شوه

کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
له دولسوکلونو وروسته دماشومانو دګوزڼ يوه پيښه په بدخشان کې ليدل شوې ده. دغه خطرناکه ناروغۍ د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ د بايلمرسي په کلي کې  د يوې دوه کلنې نجلۍ يو لاس او يوه پښه معيوبه کړې ده.
دبدخشان ولايت  دعامې روغتيا رييس ډاکتر نورمحمدخاوري نن باخترآژانس ته وويل: د دولسو کلونو په بهيرکې په دغه ولايت کې د پوليو واکسين په منظم ډول تطبيق شوى دى او په دغه ولايت کې د دغې ناروغۍ کومه پيښه موجوده نه وه .
ده زياته کړه: ددغې پيښې دکتنې په خاطر سرله پرون څخه د پوليوواکسين دتطبيق فرعي پروګرام د دريو ورځو لپاره ددغه ولايت په اتو ولسواليوکې پيل شو او ټاکل شوې ده؛ دويمه دوره يې پنځه ورځې وروسته د يفتلونو، تشکان، کشم ، خاش ، ارغنچ خوره او درايم په ولسواليوکې او دريمه دوره يې په ټولو ولسواليو کې ترسره شي.
په بدخشان کې د نړۍ د روغتيايي سازمان مسوول ډاکتر سيد مزاري ناصري وايي: د ارګو په ولسوالۍ کې ددغې ماشومې د اخته کيدو علت د هغې ورور و چې په ننګرهار ولايت کې په ملي اردوکې دنده ترسره کوله او دغه وحشي ويرس يې له ځان سره راوړى اودغه ماشومه يې اخته کړې ده .
په بدخشان کې د يونيسف د دفتر مسوول ډاکتر ظاهر فاضل له ټولوعالمانو او روحانيونوڅخه وغوښتل چې دجوماتونودمنبرونو له لارې ددغې خطرناکې ناروغۍ او د پوليو د واکسين د تطبيق  په باب پوهاوى ورکړى چې هغوى دواکسين دتطبيق له روغتيايي ټيمونو سره مرسته وکړي .
ويل کيږي د عامې روغتيا او دکتلوي معافيت مسوولين ددغې نجلۍ د اخته کيدو په باب تراوسه پورې ترديد لري او نتيجې ته نه دې رسيدلې او په دې باب يې څيړنې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته