کابل باختر د کب اتلسمه :
ديوه ماين دچاودنې له امله چې دوسله والو طالبانو له خوا دهرات ولايت دشينډنډ په ولسوالۍ پورې په يوه اړونده سيمه ښخ کړى شوى و شپږو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته .
دغه چاودنه پرون ناوخته دشينډنډ ولسوالۍ په پرمکان سيمه کې په يوماين ديوسراچه موټردختلو له امله رامنځته شوه .
په هرات ولايت کې يوه سيمه ئيز مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ په پرمکان سيمه کې رامنځته شوې ده .
يوه اړونده خبرځاى وويل :پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوسراچه موټر له دغې سيمې څخه دتيريدو په حال کې و او ددولت دمخالفينو له خوا په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
ده زياته کړه: په دې پيښه کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شوي دي .
ددغې پيښې ټپيان دخلکو په همکارۍ روغتيايي مرکزونو ته ليږدول شوي دي .
دا په داسې حال کې ده چې په شينډنډ ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره هم يولړ پراخ عمليات پيل کړي دي .
0 1 دقیقه لوستل