امنیت

د حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډه وکړه

کابلباختر دجوزا١٩
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنيت د شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهور رييس د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د وسله وال پوځ لوى درستيز سترجنرال شيرمحمدکريمي د افغانستان، پاکستان او ناټو ترمنځ د وروستۍ درې اړخيزې کتنې او دپاکستان له لوى درستيز سره دخپلې کتنې په اړوند غونډې ته رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل: هغه سرحدي سرغړونې چې دپاکستان دپوځيانو له خوا د ديورنډ دکرښې په اوږدوکې شوې دي؛ په څرګند ډول دپاکستان له لوى درستيز سره طرحه شوې.
شورا د افغانستان په دايمي دريځ د ټينګار په ترڅ کې، د ملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله چې د ډيورنډ د کرښې په اوږدوکې دپاکستان د اردو دپوځي تحرکاتو له پلوه د رامنځته شويو شخړو د حل کولو په مقصد دې په راتلوونکي کې هم د دواړو هيوادونو دپوځي هيئتونوکتنې ترسره شي.
وروسته د افغانستان د لويو لارو د امنيت د تامينولو د څرنګوالى طرحه د کورنيو چارو د وزير ستر پاسوال غلام مجتبى پتنګ له خوا غونډې ته وړاندې شوه.
د ملي امنيت شورا د هيواد د لويو لارو د امنيت ډاډمن تامينول له مهمو اړتياوو څخه وبلل او د اوسنيو اړتياوو په پام کې نيولو سره يې پريکړه وکړه چې دخلکو دملاتړپه جلپولو سره دې د لويو لارو امنيت په ډيره ښه توګه د ملي دفاع له وزارت سره په همغږي کې تا مين شي.
دملي امنيت شورا په اصولوکې دغه طرحه ومنله اودکورنيو چارو وزارت ته يې دنده وسپارله چې د هغې دتحقق په لاره کې دې لازم تدبيرونه ونيسي.
په پاى کې د ملي امنيت شورا د استراليا د ديارلسوتنو پوليسو دقرارداد دتمديدپه اړوند د کورنيو چارو وزارت وړانديز تاييدکړ او د کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې ددغوپوليسو له تخصصي تجربوڅخه دې د هيواد د اتباعو د هويت د تثبيت د سيستم د جوړولو، پاسپورت او د قانون د تنفيذ په برخه کې کارواخيستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته