امنیت

په هرات کې ددوو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٢٣ :
د هــــرات ولايت دانجيل او ادرسکن په ولسواليو کــــې  ددوو  چاودنو مخه        ونيول شوه .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند باخترآژانس ته خبرورکړ  چې دپوليسو  ځواکونه دانجيل ولسوالۍ درواشان  په سيمه  او دادرسکن ولسوالۍ دجيلان دغاښې  په ساحه کې  ددوو ماينونو په کشفولو  بريالي شول.
دامنيې قوماندانۍ وياند وويل :    وسله والو مخالفينو  له دغو ماينونو څخه په استفادې سره دتروريستي بريدونو دترسره کولو نيت درلود چې په دې کار بريالي نه شول .
دغه ماينونه دپوليسو له خوا کشف او دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دانجينرۍ ټيم په همکارۍ شنډکړاى شوى دى.
سره له دې چې تراوسه پورې ددغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى  خو دپوليسو له  خواپه دې اړوند تحقيقات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته