سیاست

دجمهوري رياست دويم مرستيال دبلخ ولايت له يو شمير مشرانو سره وکتل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
دجمهوري رياست دويم مرستيال دبلخ ولايت له يو شمير مشرانو او سپين ږيرو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دجمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه سروردانش دبلخ ولايت له يو شمير سيمه ييزو مقاماتو اوددغه ولايت له يو شمير مشرانو،مخورو او له بيلابيلو قشرنو سره دکتنې په ترڅ کې ټينګار وکړ چې دټول هيواد په کچه دثبات او امنيت تامينول هر اړخيزو اقداماتوته اړتيا لري .
ده په ټول هيواد په تيره بيا په نا امنو ولايتونو کې دثبات او امنيت تامينول يو اساسي لومړيتوب وباله او هيله يې وکړه چې نوي حکومت وکولاى شي په هيواد کې دثبات او امنيت دتامينولو په ګډون په بيلابيلو برخو کې دمثبتو او رغنده بدلونونو پيلوونکى شي.
دجمهور رييس دويم مرستيال بدلون او اصلاحات دملي وحدت دحکومت شاخصونه وبلل او څرګنده يې کړه : نوې کابينه به يوه داسې کابينه وي چې په بيلابيلو کچو کې به دافغانستان دټولو خلکو دباور او ملاتړ وړ وګړځي.
ده له فساد سره مبارزه دښې حکومتوالۍ رامنځته کول ، اصلاحات اقتصادي پراختيا او دخلکو د اړتيا وړ خدمتونو پراختيا او تامينول هغه موارد وبلل چې دنوي حکومت دکار په لارښود کې به ځاى ولري.
دکتنې برخه والو دملي وحدت دحکومت دجوړيدو له امله دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې دجمهور رييس د دويم مرستيال په توګه دقانونپوه سرور دانش ټاکنه يوه غوره تاکنه وبلله او په بيلابيلو برخو کې يې د اړوندو سيمو د اوسيدونکو دځينو غوښتنو په باب معلومات وړاندې کړل او په دغو برخو کې يې د دولت دپاملرنې غوښتنه وکړه، دجمهور رييس مرستيال څرګنده کړه چې دهيوادد شمال دولايت په تيره بيا دمزارشريف ښار اوسيدونکي په دغه ولايت کې دوحدت او يووالي دتمثيل بيلګه ده .
ده دبيارغونې او جوړولو په لاره کې دبلخ ولايت تاريخي رول او ددغه ولايت دسيمه ييزو مسوولينو او خلکو هڅوته په اشارې سره دکتنې برخه والو ته ډاډ ورکړ چې دملي وحدت په حکومت کې دخلکو اړتياوته پاملرنه يو لومړيتوب دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته