سیاست

د جمهوررئیس غني په حضور کې د رادار دستګاو د کنټرول او ساتنې اوڅارنې سیستم تړون لاسلیک شو

-کابل باختر د زمري د مياشتې ١٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې د رادار سیستم د کنټرول او ساتنې اوڅارنې سیستم تړون د افغانستان د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې او د تالیس (THALES) المان شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه نن ماسپښین په ارګ کې پرځاى شوي و، دغه تړون د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې رئیس محمود شاه حبیبي او د تالیس شرکت د بازارموندنې مسوول الیکسز دالي لاسلیک کړ.
د دغه سیستم پر تطبیق ۲۴ میلیون یورو لګښت راځي، چې د یوه کال د ساتنې اوڅارنې لګښت یې ۸،۴۸۴ میلیون یورو کېږي چې په اجرا کېدو  سره به یې هوايي ترافیکي خدمتونه زیات شي او الوتکې کولای شي تر ۲۷ زره فټه لوړه الوتنه وکړي.
له دې سیستم څخه په ګټه اخیستنې سربېره پر دې چې د افغانستان هوایي حریم د رادار پر مخ راځي او مصئون کېږي، د فضایي حریم د ترافیکو هوایي ظرفیت هم لوړ ېږي او د هوایي لارو د زیاتېدو فرصتونه برابرېږي.
په همدې ترتیب د الوتکو د عمودي او افقي بُعد ترمنځ واټن او د هېواد د ملکي هوايي کرښو د سون لګښت هم راټیټېږي.
د افغانستان د هوایي حریم عواید چې په ۲۰۱۶ کال کې ۴۰ میلیونه ډالره وو، د دغه سیستم په فعالېدو سره به په کال کې ۵۸ میلیونو ډالرو ته ورسېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته