امنیت

په تګاب کې طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت

کابلباختر دسنبلي٥
دملي دفاع وزارت مقا مات وايي چې وسله والو طالبانو ته پرون دکاپيسا ولايت په تګاب کې دملي اردو په يوې قرارګاه د خپل پراخ او ډله ييز بريد په بهيرکې د سر دروند زيان واوښت.
د باخترآژانس دخبر له مخې: د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر ددغه وزارت د مقاماتو له خولې وا يي چې وسله والو طالبانو ته په هغه ډله ييز بريدکې چې پرون يې د کاپيسا ولايت په تګاب کې د ملي اردو په يوې قرارګاه ترسره کړ، دسر دروند زيان اوښتي دى او په کاپيسا کې د دغې ډلې پنځه تنه مشهور او فعال قوماندانان په وژل شويوکسانوکې شامل دي.
اړونده خبرځايو نه وايي چې په دې بريدکې نږدې درې سوه تنو وسله والو طالبانو برخه لرله. دوى په نشه يي توکو بار د يو موټر په چولو سره هلې ځلې وکړې چې په کاپيسا کې د يوې پوځي قطعې قرارګاه ته ننوځي، خو بريالي نه شول.
په دې بريدکې په لسګونو تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېرنوريې ټپيان شول. ديو شمير وژل شويو کسانو مړي د نښتې په ځاى کې پاتې دي. په وژل شويو کسانوکې د طالبانو څو تنه قوماندانان هم شامل دي.
مولوي ولي الله ،مولوي شايق ،مولوي صبور ،مولوي اسدالله او مولوي محمدآقا په تګاب کې دطالبانو د ډلې له قوماندا نا نو څخه وو چې پرون ووژل شول.
له بلې خوا دملي دفاع وزارت مقاماتو تاييدکړه چې په دغو نښتوکې دملي اردو درې تنه منسوبين شهيدان شوي او درې تنه نور عسکرټپيان شوي دي.
دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې د وسله والو مخالفينو له خوا په تګاب کې د ملي اردو په قرارګاه بريدپه پراخه اومنظمه توګه طرحه شوې وه چې د هغوى د رسوايى سبب شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته