امنیت

دوولس تنه داعشيان ووژل شول

کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
د جوزجان ولايت  په درزآب ولسوالۍ کې  تېره شپه  د داعشيانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ  جګړه کې ١٢ تنه داعشيان ووژل شول.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمدجوزجاني باختر آژانس ته وويل ؛ چې داعشيانو د درزآب ولسوالۍ په شاوخواسيمو کې  د امنيتي ځواکونوپه سنګرونو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او په نتيجه کې  ١٢تنه داعشيان ووژل شول  او  ٩ تنه نور ټپيان شول.
  جوزجاني زياته کړه، د دغې   جګړې په بهير کې درې تنه سيمه يېز پوليسان هم شهيدان شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې اوس  په ساحه کې جګړه  پاى ته رسيدلې ده  او اټکل کېږي  چې بيا پيل شي. پاى ج   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته