ورزش

داميد جوانان او پديدې ټيمونو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه .

کابل باختر دليندى څليرويشتمه :
په هرات کې دفوټسال دلومړي  لاس  دټيمونوسيالۍ نن په دوو لوبو سره دوام مومي .
دهرات ولايت ورزشي امريت مرستيال ضيا الحق  ضيا دباختراژانس  خبريال ته وويل :لومړي دپيمان او نيمرخ    او وروسته داتفاق  او کوثر ټيمونو لوبې وکړې .
دضيا دڅرګندونو له مخې: دفوټسال  دلومړي لاس سيالۍ د ٢٤ ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوې دي چې په پرونيو لوبو کې داميد جوانان ټيم ددريو په وړاندې په څلورو سره   داشراق  ټيم ته ماتې ورکړه. او دپديدې  ټيم ددوو په وړاندې په دريو سره دافغان ورزش  پر ټيم بريالى شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته